۲۴ ساعت

11 فوریه
۵دیدگاه

دوطن سره مینه

  تاریخ نشر دوشنبه یازدهم فبروری  ۲۰۱۳ هالند

یعقوب منگل

یعقوب منگل

دوطن سره مینه

یعقوب منګل

۱۰ / ۲ / ۲۰۱۳

آلمان

***

په توروګوړګوتی زلفوکی دټومبلی سره ګلونــــه

داماران دی چه په خولوکی ئ نیولی سره لعلونه

 

ته چه تللی وی په غلا٬ښکلی ګلشن تــــــــه

قدم په ورو ورو روانه وی٬زرغون چمن ته

دبنګړوله شرنګه دپورته شول٬ښکلی سازونـــــــــــه

بلبلان په مستۍ راغلل٬شروع شول غزلونـــــــــــــه


باغوان له لیری خپله تماشا کړه

بوراپه هواکی له شوقه ژړاکړه

له آسمانه اوری پرتادمرغلروبارانونه

وران دنشی ستادمخ شنکی خالونـــــه


دافغانستان دبیرغ دی درۍ رنګه

څومره ښکلی ښکاری بیدرنګـــه

توری زلفی٬سری شُنډی٬زرغون شالونه

پیغلی جوړه ځی٬کوی نازاومکیزونــــــه


دوطن سره مینه٬دمور مینه ده

دامینه په زړه ډیره شیرینه ده

پوره کړۍ دوطن موردزړه آرمانونــــــــــه

دافرض ده په ټولو٬که څوک غواړی جنتونه


ښکلی کابل می ډیریادیـــــــــــــږی

یادونه ئ هیڅوخت نه رانه هیریږی

کله به وکړم دقرغی٬پغمان سیلونــــــــه

بیابه می پوره شی دزړګی ټول هوسونه


شیخه راشه چه سره کښینــــــــــو

 خپل عملونه به په تله کی سره وینو

ستاپه لاس تسبیح٬زه به اخلم ډک جامونـــــــــــه

ته ځه مکې معظمې ته٬زه به نیسم دبیوزلوزړونه


دوطن ددربدرۍ ډیرسخت بدحـــــال دی

یعقوب (منګل )لاس پورته درته سوال دی

خدایه راوله په وطن کی٬امن اوغیرتونــــــــــه

چه وطن موشی سمسوراوورک شی ټول غمونه

یعقوب منګل

 

۵ پاسخ به “دوطن سره مینه”

  1. h.Forough گفت:

    دیر شکلی دی منگل صاحب ژوندی وسی

  2. شهلا ولیزاده گفت:

    تحسین برانگیز!

  3. admin گفت:

    جناب منگل عزیز ، مثل همیشه زیباست. زنده و سلامت باشید. مهدی بشیر

  4. شريف حكيم گفت:

    مملو از احساس و عشق به وطن . واقعن عشق وطن ، درد وطن و دورى از وطن احساس عجیبى در انسان بوجود مى آورد . زنده باشید جناب منگل با این سروده اى ناب تان.

  5. فروغ صاحب محترم
    شهلاجان قدرمند
    مهدی(بشیر)صاحب دوست داشتنی
    شریف جان عزتمند
    ازخلوص نیک ٬تشویق وترغیب شما یک جهان ممنون
    شما همه ګی تان جور وسرفرازباشید.
    یعقوب منګل

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما