۲۴ ساعت

25 ژانویه
۵دیدگاه

څــــړیــکه

تاریخ نشر جمعه ۲۵ جنوری ۲۰۱۳ هالند

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

څــــړیــکه

نورمحمد غفوری

***

له هرې خوانه په ما غم اوروی

د زمانې زړګی ماتم اوروی

هسک د وختونو له وریځو ډک دی

چیرته ماران چیرته لړم اوروی

دا د وحشت دیوان تیارې خپروی

په هر بل شوی څراغ بم اوروی

همته! ګوره ملا دې خمه نه شی

آسمان بلاوې دم په دم اوروی

په سمندر د اوښکو نه شی چاره

لوی سقرونه، جهنم اوروی

د ترحم هیلې عبثې ښکاری

ظالم لمبې په هر قدم اوروی

نامرد غماز د نمامۍ اورونه

هم ئې پر ما هم په صنم اوروی

د خپل خیرن نظر اتوم بمونه

کله په یوه کله بل چم اوروی

هره لحظه د هیریدلو دوړې

د ویاړونو په البم اوروی

(غفوری) کله به سپرلی شی که نه؟

چې په ګلـــونـــو به شــبنم اوروی

نورمحمد غفوری

 

۵ پاسخ به “څــــړیــکه”

  1. admin گفت:

    جناب غفوری صاحب ، زیبا و عالی سروده اید. زنده و سلامت باشید. مهدی بشیر

  2. عبدالواحد يوسفي گفت:

    و غفوری صاحب ته سلامونه وراندی کوم.

    و بخشی چه زما تیلفون پشتو توری نلری.

    دیر اعلا شعر مو لیکلی یاست.

    نور په تولو پوه شوم. د عنوان په معنا پوه نه شوم.

    زما ایمیل آدرس دا دی

    abdul_yosufi@yahoo.com

    که مهربانی وکری دعنوان معنی راته ولیژی دیر خوشحالیژم.

    لا زیاتره نور شعرونه هم ولیکی

  3. شهلا ولیزاده گفت:

    دلانگیز است جناب غفوری عزیز!

  4. همایون گفت:

    په رشتیا چه د تحسین لیاقت لری

    روغ رمل او بریالی اوسی غفوری صاحب

  5. قیوم بشیر گفت:

    گران ورور محترم غفوری صاحب! دیره عالی ده ، جور او بریالی اوسی.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما