۲۴ ساعت

23 ژانویه
۶دیدگاه

ملالۍ په میوندکی

  تاریخ نشر چهارشنبه ۲۳ جنوری ۲۰۱۳ هالند

Malal

ملالۍ په میوندکی

یعقوب منګل

۲۲ / ۱ / ۲۰۱۳

آلمان

یعقوب منگل

یعقوب منگل

داچه ړنګه بنګه٬مسته په خیال راروانه ده

دا دغروره ډکه٬سپیڅلی ښکلی افغانـــه ده

نه سرخی اونه سفیده وهی پرمخ اونه سینګار

دا داصله پیداشوی٬ښاپیرۍ اوګلرُخانـــــــه ده

دانګریزانوسره ئ دجنګ په ډګرکی  ملاتړلـــی

بیرغ په لاس داپه میوندکی( ملالۍ) قهرمانه ده

دبکتاش په مینه کی ئ پخپلووینوشعرونه دی لیکلی

دادکعب لورپه بلخ کی شهیده( رابعه) جانـــــــــه ده

په شعراوشاعری کی لوړمقام لری په وطن کی

داله هنره ډکه سیده (مخفی) له بدخشانــــــه ده

دوحشی صفته ځناوروخلکوله لاسه په کابل کی

خپل پت ئ دی ساتلی داشهیده ( ناهید ) جانه ده*

داچه ښځه  ښه ژونداوښادی ده دارښتیاده

ددی له برکته هره کورنۍ همیشه ودانه ده

داچه په یولاس زانګواوپه بل لاس جهان زنګوی

داخبره اوس دټول جهان خلکوته روښانـــــه ده

کوچۍ ځی کډه ئ تړلی ده باریږی روانیــــږی

داوښ مارئ په لاس٬خوله ئ ډکه له خندانه ده

توری کیږدۍ ګوره چه ولاړی دی په غرو اورغوکی

په کی ناسته غرڅنۍ ده٬چه راغلی له صحرانه ده

داچه وای جنت ئ دی همیشه دپښولانـــــــــــدی

دادیعقوب( منګل) زړه ته نږدی خپله مورجانه ده

یعقوب منګل

شپاړسم بلاک ٬شپږم منزل دریم مکروریان کابل*

سه شنبه د۱۳۷۱هجری لمریزکال دسلواغی دمیشتی ۲۰ نیټه

 

۶ پاسخ به “ملالۍ په میوندکی”

  1. شهلا ولیزاده گفت:

    آه چقدر عالیست و پُر محتوا جناب منگل عزیز،کامگار باشید!

  2. admin گفت:

    جناب آقای منگل عزیز سلام. بی نهایت زیبا سرودید . مؤفق و کامگار باشید. مهدی بشیر

  3. شريف حكيم گفت:

    عالى سروده اید جناب منگل احساس تان قابل تقدیر است .

  4. Homayoun گفت:

    دانګریزانوسره ئ دجنګ په ډګرکی ملاتړلـــی

    بیرغ په لاس داپه میوندکی( ملالۍ) قهرمانه ده

    Bisyar Ziba , Bibinaid Ke Sadayee Yak Khwahar Tawanist Fatha Ba wojud Beyaawarad , Amma Amruz Bad Bakht Hayee And Ke Zanan Ra Ba Khana Ha Zindanee Maikunand

    Mouafaq Bashaid Mangal Sahib

  5. خواهرګرامی شهلاجان(ولیزاده)٬وبرادران محترم هریک بشیرصاحب٬
    شریف حکیم صاحب ومحترم همایون ازتشویق تان یک جهان تشکر
    صحت وسلامتی شمایان آرزوی بنده است.بااحترام
    یعقوب منګل

  6. قیوم بشیر گفت:

    گران ورور محترم منگل صاحب ، دیره ښکلی سروده ده ، تاسوته مننه کوم ، جور او بریالی اوسی!

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما