۲۴ ساعت

14 اکتبر
۱ دیدگاه

دشنه او زرغون مباحثه

دنشر نیټه یکشنبه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۲ هالند

 محمدآصف خواتی

دشنه او زرغون مباحثه

******

پدې وروستیو کې دافغان پوځیانوله لورې دبهرنیو پوځیانو وژنې ناټویی مشران  اندیښمن کړی دی اوهغه دزرغونوله لورې پرشنوبریدونه( حمله سبزها برآبی ) ګڼی۰ هغوی ددې بریدونو دمخنیوی لپاره یوشمیرخپل پوځیان ګومارلی دی چې دجګړې پرډګر اوګارنیزیونوکې زرغون پوځیان وڅاری چې پرشنوبرید ونکړی اومخکې له دې چې زرغون په شنه بریدوکړی  زرغون له پښووغورزوی۰ دې حالت یوځل بیا دهغې خبرې پخلی وکړ چې نه یوازې داشغالګرو ترولکې لاندې ولس خپلواکی نلری بلکې نیواکګر هم آزادندی۰ ناټویی اشغالګر ددې بریدونوپړه پرطالبانو اچوی چې ګواکې د  افغانستان په امنیتی بنسټونو کې یې نفوذ کړی دۍ ۰پدې لیکنه کې  دیوه شنه اوزرغون لاندې مباحثه چې پایله یې ددواړو مرګ شولولۍ چې دزرغونوله لورې پرشنو د بریدونولاملونه بربنډوی۰

شین : ولې دې پوځی خدمت ته مخه کړه؟

زرغون: : خواری اوغریبۍ اړکړم چې عسکرشم ۰

شین : په کورنی کې بل تنخواه خورنلری چې دکورخرڅ  موبرابرکړی ؟

زرغون : نه پلار مې د برهان الدین ربانی  دواکمنۍ پرمهال چې په  کابل کې خونړی جګړې روانې وې دتوپ یوه غیبی مرمۍ زموږپه کور ولګیدله پلار مې په لاس ټپی اوزما مشرورور چې اته کلن وو ووژل شو۰ زه هغه وخت پنځه کلن وم۰ دومره موده مې پلار موږته دوډۍ رابرابروله او ما وکولای شول لیسه پای ته ورسوم۰ اوس مې پلاردنوموړی ټپ له امله کارنشی کولی نوزه اړشوم چې عسکرشم اودخپل کورآذوقه برابره کړم۰  زرغون : ته ولې عسکرشوې اوبیا ولې افغانستان ته راغلې ؟

شین : په امریکا کې لوړې زده کړې یوازې شتمن کولی شی زموږدکورنۍ وضعیت هم ښه نه و۰ ما ډیره آرزولرله چې پوهنتون ووایم  اووکیل شم خوداوس مونه درلود۰ په امریکا کې که کوم ځوان وغواړی په بهرکې چیرې چې امریکایان په جګړه بوخت دی پوځی خدمت وکړی دخدمت وروسته کولی شی لوړې زده کړې وکړی له همدې امله زه افغانستان  ته راغلم ترڅو دترهګرو خلاف وجنګیږم۰ اوس داهیله لرم چې ددې وحشی هیواد نه ژوندی ووزم اوخپلې آرزوته چې په پوهنتون کې زده کړې دی ورسیږم۰

زرغون : ولې زماهیوادوحشی هیوادګڼې ؟

شین : ته سواد هم لرې خوبیا هم پدې نه پوهیږې چې موږستاسو دلاس نیوی لپاره راغلی یو ترڅو  ګډ ددې ږیرورو ترهګرو خلاف وجنګیږو۰تاسوته میلیاردونه ډالردرکوو ترڅوستاسو هیوادآبادشی خوستاسو خلک داهیڅ نه وینی ۰ ددې پرځای چې زموږ درناوی وکړی زموږ په وړاندې جنګیږی آیادا خلک ته وحشی نه شمیرې؟

زرغون : ته پوهیږې چې افغانان ستاسوامریکایانو ،انګریزانواوټولوغربیانونه کرکه  لری ۰  تاسو دخپل هیواداوخپل دین دښمنان ګڼی له همدې کبله ستاسوسره جنګیږی۰

شین : موږڅه بدکړې دی چې تاسوموږدښمن ګڼۍ اوزموږنه کرکه لرۍ ؟

زرغون : ته زموږدتاریخ نه بې خبره یې چې دې غربیانو موږته کومې بدمرغۍ ډالی کړې دی ۰ زموږپه خاوره یې په کراتو تیری کړې دی اوپدې توګه یې پرموږ جګړې تحمیل کړې دی۰ ددې تیریو اوجګړو پایله په وچه پروت ننی ویجاړافغانستان دۍ۰ په نولسمه پیړی کې دانګریزانو او روسانو دتیریو اوافغانی ضد معاملو له امله موپه شمال کې پنجدې، په لویدیځ کې سیستان له لاسه ورکړل  اوپه ختیځ کې ددیورند کرښه  دیوه زهرجن خنجر په شان راباندې وتپل شوه ۰

زموږپلرونواونیکونووکولای شول دغازی امان الله خان په مشری دانګریزانونه خپلواکی ترلاسه کړی خودانګریزانودتوطئوله امله بغاوتونوته لمن ووهل شوه اوپایله یې په هیوادکې سقاوی وحشت واکمن شو. څه وخت وروسته چې په هیوادکې جمهوری رژیم راغی بیادې غربیانودسقاودزوی په څیر ترقی ضدکسان  دحکومت خلاف ولمسول اوپه وسلوسمبال کړل  ترڅودترهګرو اوتخریبی عملیاتوپه سرته رسولو سره نوی نظام  ته ستونزې جوړې اوامنیت خړپړکړی، بلواوې اوښورښونوته یې لمن ووهله ، حکومتونه راوپرزیدل ترڅوروسانو افغانستان ونیو۰ تاسودافغانانوسره دخواخوږۍ په نامه په څرګندډول مرستې پیل کړې۰ دټولې نړۍ نه بنسټپاله اسلامی ترهګرلکه اسامه اوالظواهری افغانستان ته راولیږل ترڅودروسانوسره وجنګیږی۰ افغانان چې هیڅ خارجې ته سرنه ټیټوی دروسانوسره وجنګیدل اوروسان اړشول افغانستان پریږدی۰ دروسانودوتلووروسته بیاهم لویدیځوالوافغانان په آرامه پرې نښودل اودنجیب الله دواکمنۍ دراپرزولوپه موخه یې هغو ډلو ته چې نن ورته  اسلامی بنسټپال اوترهګروایی مرستې ورکولې اوپدې هیوادکې ستاسو په لاس بل شوی اورغوړی تویول ترڅوافغانان پکې کباب شی اوهیوادیې په کندواله واوړی۰

شین : داضرور اوښه کاروچې  دکمونیسم ریښې ایستل شوې وای ۰ کمونیسم آزادې نړی ته یوستر ګواښ و۰

زرغون :  دادرسره منم چې کمونیسم ګواښ وخوکله چې روسان ووتل نوبیا دافغانستان دحکومت خلاف جګړه دڅه لپاره وه؟ نورپه افغانستان کې دکمونیسم کوم ګواښ نه و۰

شین : که روسان نه ودهغوی ملاتړی اودوستان په افغانستان واکمن ونه زموږدوستان۰ بایدواک  زموږ دوستانوته لیږدول شوی وی

زرغون :  لدې نه داسې معلومیږی چې ستاسومرستې ددې لپاره وې چې ستاسو دوستان په افغانستان واکمن شی نه داچې افغانان دکمونیسم له ګواښه وژغورۍ۰

شین : همداسې ده موږخوحاتم طایی نه یو چې چاته مفتې  پیسې اووسلې ورکړو۰

زرغون : ددې نه داسې بریښی چې اوس هم دترهګری سره مبارزه یوه پلمه اودافغانانواونړیوالو تیرایستنه ده تاسو ددې نامه لاندې خپل پروګرامونه پلې کوی۰

شین : اوس داسې نده اوس دکمونیسم ګواښ نشته اوس ګواښ اسلامی بنسټپالنه ده۰ موږ اوس  داسلامی ترهګروپه وړاندې جنګیږو ترڅو متمدنه غربی نړی دوروسته پاتې اسلامی ترهګرو له ګواښه وژغورو۰

زرغون : هم ترهګراوهم دهغومرکزونه په پاکستان کې دی خوتاسې دترهګروسره جګړه په افغانستان کې پرمخ وړی ۰ که په رښتیا سره جګړه دترهګروسره ده نوبیا هغه په پاکستان کې پرمخ یوسۍ نه په افغانستان کې۰

شین : مامخکې وویل چې موږغواړوزموږدوستان په هرهیوادکې واکمن وی ۰ دپاکستان واکداران ، پاکستانی پوځ اوڅارګره اداره زموږډاډمن دوستان اوزموږپه لاره روان دی۰ زموږدپالیسیوپربنسټ ګامونه اوچتوی۰ هغوی هیڅکله هم زموږدڅرګندواوپټو نخښوپه وړاندې خنډونه ندې جوړکړی نودڅه لپاره موږهلته وجنګیږو چې هلته زموږدخوښې سره سم کارونه پرمخ ځی۰ اصلی ستونزه په افغانستان کې ده چې دلته موږتراوسه پورې دخپلې خوښې ډاډمن  پوځ اوڅارګره اداره په پښو نده درولې ،داکاروخت غواړی۰

زرغون : له همدې کبله دی چې تاسو دلته وضعیت په لوی لاس خړاوپړکوۍ ۰ واک مو خپلوهغو دوستانو ته سپارلی دۍ چې  ستاسو دپروګرامونواو دنخښودپلې کولو سره مخالفت نه ښیی۰ ستاسومشران دې ته هم نه ګورۍ چې ستاسوددغودوستانو دډیرو لاسونه  دخلکو په وینو ککړدی۰ تاسودافغانانومقدساتودینی او دودونو ته سپکاوی کوۍ ۰دطالبانواوترهګرو دځپلو په نامه په کلیواوبانډو باندې بمباری کوۍ ۰ په جنازواودواده په مراسموهوایی بریدونه کوۍ ۰ بیګناه خلک وژنۍ  ترڅو خلک راوپاریږی اوپه جکړه لاس پورې کړی۰ ددې ټولو نه ستاسوموخه داده چې دلته دجګړې اورونه همداسې بل پاتې وی اونړیوالوته وښیۍ چې ستاسو پوځی حضوردلته اړین دۍ ترڅوپه افغانستان اوسیمه کې خپلې منګولې ټینګې کړۍ۰ ستاسو لخوا زموږدبیګناه ملکی خلکوبیرحمانه وژنه  ستاسو وحشت اوبربریت  ښیی چې دخپلوګتوپه خاطرهروحشت اوهرجنایت ته چمتویۍ ۰ آیا دا وحشیانه عمل ندۍ چې په یوه مړی باندې متیازې وشی یا دمړی څخه په پرې شوی سرفوټبال وشی۰ ستاسو عسکرو زموږدافغانانوپه مړومتیازې کړې اوپه سریې دفوټبال دتوپ په شان لوبې کړې دی۰ اوس ووایه چې افغانان وحشیان دی یا تاسو؟ زموږخلکوستاسو دا جنایتونه لیدلی اواوریدلی دی  لدې امله ستاسو نه کرکه لری ، تاسو دخپلې خاورې اودین دښمنان ګڼی اوپه وړاندې موجنګیږی۰ په رښتیا سره تاسو وحشیان اوجنایتکاران یۍ زه هم ستاسو نه کرکه لرم اوغواړم ودې وژنم ۰ پدې خبرې سره زرغون په شنه دخپل ټوپک خوله راوګرزوله اوڅو ډزه یې پرې وکړل اودمرغه په شان دزرغون په پښوکې وغورزیداوساه یې ورکړه ۰ کله چې داپیښه  نورو شنوولیدله  په زرغون افغان یې ډزونه وکړل اوسینه یې ورسوری سوری کړه اوده هم ځان  حق ته وسپاره۰ پدې ډول شنه امریکایی ځوان چې دافغانانو دوژنې  له لارې یې غوښتل وکیل شی خپله هیله خاورو ته یوړله خوکورنی یې په ویرکې پاتې شوه ۰خودخوار زرغون افغان یوازینی هیله داوه چې خپلې کورنی ته خواړه برابرکړی پوځی خدمت ته مخه کړې وه او دپردیو په لاس لدې امله ووژل شوچې دخپل ولس په پته یې  د سپکاوۍ زغم نه درلوداودخپل افغانی هویت نه یې دژوندپه بیه دفاع وکړه ۰ پای

 

یک پاسخ به “دشنه او زرغون مباحثه”

  1. عصمت رسا گفت:

    محترم محمد اصف خواتی، سلام. بسیار مقبول و زیبا نوشته اید. حقیقت روزگار کشور ما را به زبان عام فهم، شرین و پر جاذبه بیان کرده اید. خدا وند به قلم شما قوت و برکت زیاد تری بدهد.

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما