۲۴ ساعت

01 سپتامبر
بدون دیدگاه

د زړه احساس

د نشرنیټه : شنبه ۱۱وږی ۱۳۹۱  ـ  ۱ سپتامبر ۲۰۱۲ هالند

  نورمحمد غفوری

۴ – ۱۱ – ۱۹۹۵

ماربورگ – جرمنی

نورمحمد غفوری

نورمحمد غفوری

د زړه احساس

*******

د هجـــران سـخـتـې شـــیبـې نګار مې نـشته

د وخـــتـونـــو ازمـویـلی یــار مې نـشـتـه

د عـــیشـو پـــه نـېشـو مـسـت کـله ویښیږی؟

د رنـځـو نـېـشـه یــاران د بـار مې نـشـته

دا د میــنې د ادراک پـــه مـشــغــــــولاکـــې

ماخــسـتـن را ځـنـې هیر، ماښام مې نشته

له هــــیواده مې ګـــــرداب د ویـنـو جوړ دی

آرام نـــــــلـرم، د زړه قــــرار مې نـشـتـه

د تـنکـــو هـــــــیلو په و یـنـو تجـــارت دی!

لــه صـفا نه ډ ک زړګی بــازار مې نشته

ما د شــپو د زړو  په تــل کې سـفـر کــړی

د مـاښـام لــه تــروږمــو نـه ډار مې نشته

هر قدم چې وړاندې ږدم اغزی، ځوزان دی

فــولادی پـونـدې لـرم، پرې کار مې نشته

ددې ځمکې مخ هــر ځای راته کورګئ شـو

تیت پــــرک لــــرم یاران، دیـار مې نشته

ســـر مې هم د چا په وره کې کښته نه دیٔ!

که د ســتـرو خــدمـتـو یادګار مې نـشــته

د رقیب د خــپـل ځــــان واک د لاســه تللی

زه خپلواک خو یم، که نوراختیارمې نشته

ســاقی راشــه د ځـــیګــر وینې مې وېـشـه!

چا ویل چې خُم مې مات خمار مې نشته؟

دغه خـپـل د زړه احساس یاره درلــیـږم

د حـسـاسـو شـیـبو بـل ریـبـار مې نـشـته

نورمحمد غفوری

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما