۲۴ ساعت

28 جولای
بدون دیدگاه

غم لړلی ماښامونه

سمیع الدین افغانی

سمیع الدین افغانی

غم لړلی ماښامونه

سمیع الدین افغانی

٢٧  – ٧ – ٢٠١۲م ٠ کال

د نشرنیټه :  د جولای ۲۸ مه ، د ۲۰۱۲  میلادی ــ  کال

لراو بر ماتم دی پدې سیمو کې قرارژاړی

غـم دی فریادونه کوراو کلی په مزار ژاړی

 

هرخواته دغم نارې سورې دی فریادونه دی

دلته په دې خلکو غم لړلی  ماښامونه دی

جبردی تیری دی حقارت دی ماتمونه  دی

نلری ارام دلته کې غرونه که سیندونه دی

 

یارژاړی مینه ژاړی زړه د هر دلدار ژاړی

غـم دی فریادونه کوراو کلی په مزارژاړی

 

دلته هــر یوسف جــدا دسیمې د کنعــان دی

پـورتــه تـر کعبې د حبشی بــلال اذان  دی

کلی نړیدلی شهید شــوی زوړ اوځــوان دی

ظلم دی تیری دی هرقدم یې ګورستان دی

 

مورژاړی خــورژاړی ورونوسره پلارژاړی

غـم دی فــریادونه کوراو کلی په مزارژاړی

 

هرلورې دغم ټغرپه دې ملکو خورشوی دی

نشته عدالت دلته تـوپک زورور شـوی دی

ظلم بربادی ده ارام ژوند د لته اورشوی دی

 ورانې دی جونګړې په لمبوکلی تورشوی دی

 

 دښتې اوچت غرونه ځنګلونه چمن زارژاړی

غـم دی فریادونه کوراو کلی په مزارژاړی

 

د لته دعزت خلک په هررنګ رټل شوی دی

لارې او ښارونه ټول په وینو لړل شوی دی

کلو او بانډو کې انسانان زورول شوی دی

خلک په ستم د خپلو مینو شړل شوی دی

 

پلی ژاړی سپور ژاړی موړدی که نادارژاړی

غـم دی فریادونه کوراو کلی په مزارژاړی

 

ناست دی په ماتم نن په هرلوری مسلمان دی

ژوند کوی غربت کې  کوچیدلی په جهان دی

څومره زوریدلی په هر ملک کې چې افغان دی

رب نه امان غواړوټول ولس مو سرګردان دی

 

 باغ کې سره ګلونه پسرلی او لاله زار ژاړی

غـم دی فریادونه کوراو کلی په مزارژاړی

 

د لته ستړی ستړی پریشانه شان وختونه دی

 ورانې ویجاړ شوی لوې لارې سربندونه دی

نشته ده خوښۍ دلته کې هر خواته غمونه دی

خدایه ته مو مل شې  زوریدلی  حالتونه دی

 

دلته په هر بڼ کې هر بلبل سره ملیار ژاړی

غـم دی فریادونه کوراو کلی په مزارژاړی

———

سمیع الدین افغانی 

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما