۲۴ ساعت

15 جولای
بدون دیدگاه

یوداسی نظام چه…………….

یوداسی نظام چه…………….

منصور احمدزی

۱۵ / ۰۷ / ۲۰۱۲

منصور احمد زی

منصور احمد زی

چه واک نلری  ٫ اختیار نلری ٫ ازادی نلری ٫  خپلواکی نلری ٫  دروغ وایی ٫  اودروغوته سیاست وایی ٫ اوپه لسو کلونوکی دنیک اوبد  ٫ خاین او مجرم ٫ جنایتکاراو صادق  راست کار او وطن دوست  تمیز نشی کولای ( پیش جانا نه یی من کشمش وپنبه دانه یکی است) په ( ۳۰) ملیونه نفوس کی داهل کاردرک نشی کولای تراوسه پوری یی داستخبار اتواداره د کی جی بی خاد  کام   او پخوانی تزاری خرسا نو بقا یا او د مجاهد زاړه دسردښمن دشمالی ټلوالی هم نظره دو ستا ن اوددی قوم په وینو سره لاسونه  دامنیت وتامین اساسی اداره اوکارمندان وی اوددی تشخیص نشی کولا ی چه دا کوم خلک دی او حالات داوی چه دغربی منابعو په بنیاد دالیکنی دوام لری.

ایا دانظام انسانی اخلاقی اجتماعی اوسیاسی نظام ده اودا لا هم تاسو نظام بولی  ؟

زه خودی ته نظام نشم ویلا ی دا د افغانستان په تاریخ کی یو تورداغ اوتوره دوره دغلامی او وطن فروشی ستر دور ده  که څوک دی ته نظام وایی ( بیا ولی پر لمړی او دوهم شاه شجاع  او ببرک  بد وایی ) هغه به خامخا د خپلو شخصی ګټو په خاطراو له خولی نه به یی د  ډالرو بوی راځی .

که میرویس نیکه دافغانستان بنشټ کیښود  او احمد شاه بابا هند فتح کړ   حامد کرزی  وطن پلورنه  قوم پلورنه  ژبه پلورنه  او دتاریخ تور مخونه فتح کړل .   

سیاسی محافل وایی : 

کله چه روسانو خپل باوری دوستانواوملگرو(جمعیت (ستم) + نظار +  پرچم  =  شمالی ټلواله ) دنجیب په جای واک ورسپا ره نود کی جی بی مشر ورته  و ویل 

زه تا سی پیژنم لکه دهندوانو رایوند لس سرونه او بی شمیره لاسونه لری اوهر لاس مو په یوه استخباراتی شبکه کی د ننه کړیده خو داوار گور ی چه گلب الدین ته د داخلید و نوبت ورنه کړی او داکورباید زمونږ سره پاتی وی مونږ بهر کیږو نه لیکن دابه وایو چه لاړو او د داخلی  د فاع او استخباراتو اداری به نورو سره نه وی دابه زمونږ په اراده کی وی خو یوبل بادار ورته داویل چه زه به راځم او دا اردو به کاملا ختمه کړی که داکارموونه کړ نو مونږ به بیا خامخا نور کسانوته لاس ورکوو. . ……….

زه خو حیران دی ته یم چه دا بعضی  افغانان داسی خبری لیکی لکه چه یو محترم  افغان لیکلی وه چه کرزی با کی صلح می کند ؟

گرانه وروره کرزی سوله نکوی ما اوتا غلطوی خپله ورځ تیروی خپل وخت پوره کوی  خپلی شوکی کوی که چیری کرزی دسولی  ارزو در لودلی  دا ډول کارونه به  یی نه کول  دا څودافغانانو پیږندل شوی قاتلان به یی قدرت کی نه شریکول .

طالبان د ستم  نظار  پرچم او ټلوالی  دادعا له مخی چه پښتا نه دی  هغوی دی ته میل لری چه پښتنو سره په عمل کی سوله وکړی ؟

کرزی په ټولو مسا یلو پوهیږی  او پوه دی چه  زه درواغ  وایم او ملت  ته فریب ورکوم  اشغالګرو ته هم هم فریب ور کوم وطن می لا پخوا خرڅ کړی په سیاست  یی ټول سر ګردا ن احتیاج بی لدی چه دولس او ملت  د رد  درک کړی غلطوی هیڅ ډول لیکنو  نشریو  ته توجه نه کوی ټول نشرات یو ډول لوبه ګڼی  . 

یوه هندی انجلی یوه سندره وایی (منی بد نام هوی  جانم تیری لیی ) دا بیچاره بد نام اورسوا شو دامریکی دګټوپه خاطر یا یو بل کارتونیک دی چه په هغه کی یو خر  یو سړی  او یوه ښځه ګډون لری چه خره ته  جرلنډ و وایی چه بیا خر الوزی  چه جرلنډ و ډیر مکار دی  ټولو ته فریب ورکوی او ځان هدف ته رسوی چه دا هماغه جرلنډو دی . 

جرلنډو پدی پوه دی چه ملت یی د خبرواوریدو حوصله  نلری نور یی دا سی نغاره ووهله  چه زه نور بد ل شوی یم وروسته لدی به مصلحت غوښتونکی نه یم  اوفساد لوړی کچی ته رسیدلی دی کرزی  دا څرګندونی دبهرنیو مطبوعاتو په خاطر وکړی چه د توکیو دغونډی وخت را نږدی شوی وه  دڅرګندونو څخه وروسته یی ډیر ژر منفی اغیزی تر ستر ګو شوی لکه د ایسا د موجربو مدیرانوډ له ایزه استعفا  ددولتی پوهنتونونو د ( ۳۲)  تنواستا دا نو ډله ایز تقاعدول اولاهم ډیردپام وړ دا چه له توکیو څخه دکرزی  را ستنید ل  تیر په هیر بیا همغه خرک او هغه درک شو ویی ویل چه حکومت کی می تل مصلحت کړیدی بیا به یی هم وکړم  . څه ډول مصلحت ؟ 

داجرلندو وپیژنی داخو په خپل ورور هم خفه نه  وه اود تمساح په شان دمکاری اوښکی یی په هغه ورځ تویولی اودا خو به  پته نوره هم ولگی چه وروریی ولی اود چا دلاسه مړشو نن سباخو یی په نورو تاوان بولی خو حقیقت دانه ده یو داسی څیره  چه له خپل ورو نه دپردیو دخوشحالی لپاره تیروی هغه به زما او ستا د دی ملک اودی خلکواو خاوری لپاره کومه دلچسپی ولری او کومه ښیګڼه به ورته ور ورسوی( این خیال است ومحال ) دقند هارله درنو پشتنو پو ښتنه وکړی بیابه پوه شی قندهار خو ډیردرانه خواژه په خاوره او ملی نوامیسو مین پښتانه لری او ټول خو داسی نه دی بلکه  په قندهارکی وطن فروش نشته .

ایاتاسو له کرزی نه اوس هم امید لری اودومره بی  خبره یاستی داټول حالات نه گوری هغه کوم کارونه کول غواړی   دسترا تیږیک تړون په ډرامی سره یی ملت ته فریب ورکړاو مسولیت هم د ملت غاړی ته اچو ل غوښتل  درحال چه (۷۰ ٪ ) هیواد وال دستراتیږیک تړون  مخالف  وه دعالمانو شورا د تړون خلاف فیصله وکړه مګر کرزی دواړه پښی  په یوه موزه کی کړی او امضا یی کړی ملت ته درواغ وایی چه زموږګټی پکی خوندی دی کومی ګټی چه دتړون په بدل کی به امریکایان قیوم کرزی په افغانانو باندی دولسمشر په توګه  وتپی  پدی سره به ولسمشری دکرزپه کورنی کی  میراثی شی .   

وروسته لدی اشغالګر پوځ هر څه چه زړه یی غواړی هغه به کوی لکه دجاپان د او کیناوا دټاپو په شان ګرچه اوس جاپان هم پخوا نی تړون باندی له سره کتنه وکړه چه امریکایی ملکی او نظامی وګړی به جاپان کی قضایی مصو نیت ونلری مګر برعکس امریکایان په زموږ خاوره کاروی بغیرله کرایی دضرورت وسایلو محصول به نه ورکوی  ملکی او نظامی وګړی به یی دقضایی مصونیت څخه برخمن وی .

امریکی زموږهیواد  دخپلی سیاسی   اقتصادی  او ځمکنی جګړی ډګر ګرځولی دی  که دخپلی جګړی ډګر بدل نکړی  نړیوال کنفرانسونه  تیراو یا راتلونکی که ترسره شی کومه ګټه نلری یوازی او یوازی مالی ګټه به دڅو افغان او بهرنیو اقتصادی  مافیا جیبونو ته و لویږی .

دسر لوړی  یو موټی له تبعیض او اشغالګروڅخه پاک او ودان افغانستان په هیله.

 په درنښت

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما