۲۴ ساعت

25 فوریه
بدون دیدگاه

د کار او جدو جهد په باب زما دسترګو لیدلې حالات

لیکونکې : محمد رحیم « یوسفی »

د ارواښاد مولانا ډاکتر محمد سعید « سعید افغانی »

د کار او جدو جهد په باب زما دسترګو لیدلې حالات

د  فبروری میاشت ، د  ۲۰۱۲ میلادی  کال 

کلن ــ  المان

د نشر نیټه   : ۲۵ – ۲ – ۲۰۱۲ میلادی  

سږ کال  د ارواښاد  مولانا  ډاکتر محمد سعید « سعید افغانی » ۲۷  کلیزه  نمانځل  کیږې .  د هغه چا د مړینی اوه ویشتمه کلیزه  چې  زده کړه ئی اصلآ د فرهنګ په  ټاټوبې د لغمان په عمرزئیوکې  شوی خو  ډیر ژر ترې  داسی   یو شخصیت  جوړ  شو؛  د  لغمان  لاڅه  چې  د ستر  مشرقی  څخه  هم  را ووت ، لو مړې ترې افغانستان شموله  او بیا  تری  جهان شموله  شخصیت  جوړشو .

نوله  همدې آمله  ده  چې  پر ځاې ګنم  ووایم  چې  دی  د افغانستان په  تاریخ  کې   یو پیژندل شوی او نومیالې  دینی عالم ، سیاسی او آدبی شخصیت ، لوړ ښوونکې ،  ستر استاذ او په عین  زمان کی  ډیر ښه قاضی او یو منتقد  شخصیت پاتې  شویدې .

مولانا  سعید افغانی   د  ښه  قلم  خاوند  او  کله ، کله به ئی  د نثر پر ځای  د شعر  په  ژبه همه خپل  لوړ خیالات  او ژور افکار خپل اولس  ته  وړاندی  کول .

د دموکراسې  په  لسیزه کې  به ئی  په  خیایانې  مظاهرو ، اعتصابونو او نورو غونډوکې  د اولس په  ژبه خبرې  کوولې  نو ځکه  به  د ګډون  والو د بل هر چا  څخه  د ده خبری او ویناوې ډیرې  زیاتې خوښیدلې .

ښه مې په یاد دې  چې د اعلحضرت  محمد ظاهر شاه د پادشاهې  په  وروستیو کلونوکې  نوموړې  د کابل د پولې تخنیک  په پوهنتون کی  د تاریخ  د استاد په حیث ډنده اجرا کووله ، په  دغه کلونوکې  د ځوانې د موکراسې څرک د هیواد په افقونو ، نوې رڼا خپره کړې  وه .

په هیوادکې د ظلم ، بی عدالتې ، وروسته پاتې والې ، بی کارې ، ناپوهې او دوخت   د استبدادی رژیم پر ضد خیابانې مظاهرو سخت زور اخستې وو.

د ۱۳۴۳ کال د اساسی قانون په تنفیذیدو  سره مختلفو ګوندونو په هیواد کې نوې ، نوې سرونه  را پورته کړې  وو او په خپلو مرامنامو او ستراتیژیوکې یې  د  هیواد والو د خیر او شر مسایل  پوره ، پوره پیشبینې کړې وو ، چې  دغه ګوندونه په هیواد کې  د لومړې او په خاص ، خاص  ډول د دوهم مشروطیت زیږنده  ګڼل کیږې .

په دغه کلونو کې هر ګوند او هر سازمان کوشش کاوه چې دخپلو  ، خپلو کمیتونو او کیفتونو دلوړولو او جلب و جذب په خاطر په کلکه مبارزه مخ  په وړاندې  بوزې .

 استاذ سعید افغانی  هم  هراړخیز شخصیت درلوده  چې  د خپلې  ملی ، مترقی  او اسلامی اندیشی  په درلودلو سره ئی  د هر چاسره خورا ښه  روابط  درلودل . چې د همدې عالې او لوړو خصوصیاتو  په درلو دلو سره نو موړې د بې پرې شخصیتونو او د  بې  پرې استاذانو په نماینده ګې  د کابل پو هنتون د استاذانو د اتحادئی د مرستیالې دنده همدته و سپارل شوه .

دې به په خپلو بیانیو او ویناوو چې عمومآ به د کابل د ښار په پارک زرنګارکې تر سره کیدلې دومره جدې او دومره ډیر صادق انسان ؤ چې حتې د ټو لو ګوندونو ائتلاف چې عمدتآ د معارف او پوهنتون څخه جوړ شوې ؤ  معمولآ د مازدیګر د «  ۴  بجو »  په مهال چې د مامورینو د رخصتې وخت به ؤ  سعیدافغانی ته به دبیانیې لپاره  وخت ټاکل شوې تر څو ډیر ګډون کوونکې هیوادوال یی  واوری .

ده به په ښکلې  پښتو مورنی ژبه  دومره عامیانه خبرې کوولې  چې حتې  ډیر نالوستې هیوادوال هم پرې پوهیدل . دا د ده  د سیاسی  مبارزې او جد و جهد  یوه کوچنی  برخه وه چې هیوادوال  مې  پرې خبر کړل .

باید په  ډاګه ووایم  چې  د وخت  د دولتې مشرانو ځکه  نه خوښیده چې د خپلو سیاسی ، اقتصادې او ټولنیزی  وروسته پاتې  والې او نیمګړتیاو په  باب ئی  ډاګیزې  خبرې  کوولې ، ریښتیا  به ئی  ویل  او ریښتیا به ئی  وړاندې کول او نیغ  په نیغ  به ئی  د هیوادوالو غوږونه  ته  ور رسول .

نو همدا علت وو چې د ۱۳۵۷ کال د ثور د ۷  نیټې د اوښتون سره سم د یو نا پئیلې او بې پرې دینې عالم رو حانې  پوه او بې پرې شخصیت په حیث د افغانستان د تمیز دعالې ریئس  په توګه دغه ستره قضائی دنده ده ته وسپارل شوه .

دامې هم په یاد دې چې ده  په ډیره لږ موده کې په لسګونه زره لاینحله  دوسېې بې له ځنډه په پوره پاکې او  صداقت  سره حل او فصل او دوخت  حکومت او افغانان ئی  پری  د ډله  ایزو اطلاعاتې  و سایلو له لارې خبرکړل . چې بیا وروسته  د تمیز عالی ریاست  لغوه او چاری ئی  یوې بلې  قضائی ادارې  ته وسپارل  شوې.

پدې توګه  ډاکتر سعید افغانی  د لږ ځنډ وروسته د افغانستان د اسلامې شئونو او  اوقافو د نوې جوړ شوې لوې ریئس په حیث و ګمارل شو .

باید دا هم  پټه نه  کړم  چې  په  دغه  کلونوکې  د  د موکراسې او دبیان  د آزادې  په  ستونې  کلکې  پښې ایښودل  شوې  وې ، نه چا  واقعیت  ویلاې  شو ، نه ئی  لیکلاې شو ،  او نه ئی  هم  وړاندې  کوولاې  شو .

همدا  سعید افغانی  وو چې آوازئې  چا غلې نه شو  کړاې  په  خپلو شفاهی  ویناګانو ، مقالو ، رسالو او کتابونوکې ئې  د وخت  د حاکم  دولت نارسایؤ ، او نیمګړتیا وو   ته  په کلکه  ګوته  نیوله او هغه نیمګړتیاوو او اجتماعی  مظالمو ته ئی په  کلکه اشاره کووله  کوم چې  په اصطلاح  د انقلابی  دولت چارواکو به په خپل اولس روا ګڼل .

زه چې  د ارواښاد د یو مخلص دوست او نژدې همکار پاتې  شوې یم ما شخصآ د ده په څیر زړور او آتل شخصیت چې د ده په څیر د ژبې  فصاحت او بلاغت ولرې اوپه ډاګه د ملت درد  دوخت د حکماوو غوږونو ته ورسوی او بیا دې ده  یو حاکم  ګوند غړیتوب هم  ونه  لرې،  نه دې لیدلې.

یوه بله لنډه کیسه او یا د سترګو لیدلې حال به لوستونکوته وړاندې کړم :

«  یوه ورځ  زه او ارواښاد په  دفتر کې ناست او د خپلو ادارې او تبلیغاتی  چارو د پر مختګ او هغه ستونزې چې ورسره مخامخ وو، زما او دده تر منځ خبرې اترې  د مرحوم په دفتر کې روانې وې چې د تیلفون زنګ راغې :

د مرکزې  کمیتې دوخت د ګوند  د سیاسې بیرو د دارالنشارئیس  ورته کړل  چې :

ډاکتر صاحب !  نن  د یوې  بجې  څخه و روسته د افغانستان  د خلک  د دموکراتیک  ګوند  د سیاسې بیرو غونډه دایریږې،  ببرک کارمل  د مرکزې  کمیتې عمومې منشې او د انقلابې شورا  ریئس هدایت ورکړی تر څو تا سو په دغه غونډه کې ګډون وکړې .

ډاکتر صاحپ ورته وویل چې :

ګرانه !  زه خو د ګوند غړې نه یم ، د سیاسې بیرو په غونډه کې ګډون دڅه لپاره ؟

هغه په ځواب کې ورته وویل چی :

مونږ پو هیږو ؛ خو دا د کارمل صاحب آمر دې .

دې حیران پاتې شو !

ما ورته وویل :  

چې شاید کومه ملی او یا اسلامی مشوره به درڅخه اخلې .

دۍ هم په معین وخت د سیاسې بیرو مقر ته ولاړ .

د غونډې  د اجندا  لومړې موضوع  د دولت له خوا د  مجاهدینواو د مخالفینو پر ضد  د جهاد  د اعلان آهمه موضوع وه .

ده وویل  :  زما نه ئی  پدې اړند اسلامې مشوره وغوښته او راته  وئویلی  وو چې د جهاد په اعلان کې د ډاکتر سعید افغانی شرعې مشوره څه ده ؟

ده پرته له کم وکاست څخه ورته ویلې ؤ چې :

دا د جهاد کلیمه  په اسلام کې ډیره مقدسه او ډیره سپیڅلې ده او دا کلیمه دوه ، درې کاله مخکې لاڅه چې نژدې  څلور ، پنځه کاله مخکې  د دولت مخالفیو ستاسو پر ضد کارولې ،  شرعې  فتوې ګانې هم هغوې اعلان کړې او د مجاهدینو نوم  هم ظاهرآ هغوې خپل کړیدې ، لنډه  داچې دا رسالت چې پر هر شکل دې هغوې ئی مبتکرین ګڼل کیږې ، د دې شرم  څخه که ځانونه  و ساتی  نو دا به ستاسو په ګټه وې .  ملت ئی نه یوازې دا چې نن ، بلکه سبائی هم  درسره نه منې  او بله  داچې  په ملې او نړیواله سویه به دخلکو د خندا هم شې …….. دا زما  علمی او دینی  مشوره ده ، نور نو تاسو  پو هیږې  او ستاسو کار !!!

د ببرک کارمل او دسیاسی بیرو د غړو زما په څرګند ونو فکر سخت خراب او زه ئی را رخصت کړم ، چې وروسته به هغوې ډیر زیات جروبحث کړې ؤ او په پاې کې ئې د خپلو مخالفینو پر ضد د  جهاد د اعلان څخه صرفنظر کړې وو . »

زه لا هماغسې  د ارواښاد  په دفتر کې ناست وم چې  بیرته راوګرځیده ماته ئی  کیسه وکړه . لو مړې خوئی اعصاب خراب وو  خو وروسته ئی وویل  چې  کیداې شې  چې  حاکم دولت به ده  ته ډیره درنه سزا ورکړې حتې د خپل مرګ  په باب ئی هم څرګندوئې  و کړې  ما فکر وکړ چی  ریښتیا هم په هیواد کې د ټولو زیدخله اړخونوله خوا په ملت باندې ترور او اختناق روان دې.

روسان په هیوادکې زمونږ د سیاسی استقلال او ځمکنې بشپړتیا ممثلین دې  هر څه  دلته ممکن دې، ځکه قانون نه شته ، دموکراسی  نه شته ، علمی  مشورو ته څوک غوږ نه نیسې !! 

په هر صورت ارواښاد  د چارواکو بې رحمه  سزا ته ډیرپاتې نه شو  ځکه په  دغه کلونوکې  دې  ډیر سخت ناروغه او دزره او د شکرې  ناروغې سخت  رنځاوه ، مګر  د دې سره ، سره ئی قلم په ځمکه کینښوده او خپلې لیکنوته ئی دوام ورکاوه  . 

مونږ دواړه په ګډه  د دې خبرو اترو نه وروسته « ۴۰ ـ ۵۰ » پاڼې پروف  د هغه کتاب چې د « خطر جنګ هستوې »  تر سر لیک لاندې دغه مرحوم  لیکلې وه  ولوستل د  مازدیګر مهال وو چې رخصت شولو .

ما  ډاکتر صاحب  کله هم  نه دې لیدلې  چې  پرته د لوست « مطالعې »  او لیک څخه  به فارغ  ناست وې ، حال داچه د مرض الموت په  شیبوکې  دا کار  ډیر زیات توآن او قدرت غواړې.

دې یو سپیڅلې ، پاک او صادق افغان پښتون وو ، ماکله هم  نه دې لیدلې چې ده دې دچا سره توپیرې چلند کړې  وې  حال دا چه  دوخت د ځینو چارواکو له خوا به  قصدآ او عمدآ  په  پښتو او پښتو نوالې باندی متهم کیده ، خو هیڅ حقیقت ئی  نه درلوده .

تر کومه ځایه چې زه د ده همکار پاتی شوې یم مانه دې لیدلې چې یوه افغانی رشوت دې اخستلې وې او یا دې  د چا  تحفې  او بخشش ته لاس نیولې  وی . زه دې د  دولت  او د ملت  د مال  د  ریښتونې ساتونکې په حیث پیژنم . هغه څه چې  ما د ده د صداقت په باب په سترګو لیدلې یوه وړه کې کیسه ئی هیوادوالو ته وړاندې کوم .

«  دوخت په  دولتې  اداروکې  به د معمول  سره سم  په هرو « ۳ » میاشتوکې  به د قرطاسې  د ځینو روغنیاتو ، پرزه جاتو او د  ادارې  ضرورت او اړتیاوړ شیان خریدارې  کیدل .

مونږ هم د تخصیص او بودجې د تر لاسه کوولو څخه وروسته یوه اندازه پیسې د بانک څخه د حوالې او د  قانونې  مراحلو  د طې  کوولو څخه  وروسته را ویستلې او د خریدارې  د هیئت  په واک کې  مو ورکړې، د  دوورځو په ترڅ کې  نوموړې هیئت لازم  شیان واخیستل او تحویلخانې  ته مو  وسپارل.

په حساب کې  یوه نیمه افغانې  فرق راغلې ؤ یانې  زیاته شوې  وه ، ما اسناد  د لاسلیک  او منظورې په خاطر ډاکتر صاحب  ته وروړل ، هغه ولیدل چې  یوه نیمه افغانې زیاته ده ماته ئی کړل چې  بچیه !

« دا د ملت مال دې ؛  دا پاتې  یوه نیمه افغانې  به په  یوه معقول  ځاې کې  مصرف  کړې »

زه لاتر دې وخته  پورې دده په پاکې ، صداقت او ایماندارې باندې تر دې دمه  دومره   باورې نه وم ، اوریدلې مې  وو ،  خو لیدلې  مې نه وو .

اوس  چې مې  عملآ ولیده نو باور و کړې چې  د سرویښتان  مې جګ پاتې شول،  د  ځا نه  سره مې وویل  چې  یا الله :

خلک همدا اوس ، اوس  په همدې انقلابې دولت کې اوښان د باره سره په بډو وهې او څوک پره نه خبریږې ، ولې ؛  سعید افغانی  یوې نیمې روپې ته کلک ولاړ دې چه دا د ملت مال دې ، او حتمآ  په یوه معقول ځاې کې مصرف شې !!!

تاسو باور ورکړې چې  ماته  د دغه شخصیت په باب  نه چا څه راکړې ، نه ئی راکوولاې شې  او نه هم زه دهغه په باب  د کومې مبالغې  مجبوریت  لرم . 

دې لا اوس  وفات شوې او زه هم د المان په اتحادې جمهوریت کې کډوال یم ، څه چې  مې لیدلې هغه مې ولیکل !

ډیره موده  لانه وه  تیره  شوې چې  په  ډاکتر سعید افغانې  باندې  د زړه حمله راغله  او  څلورسوه بسترایز روغتون  ته ور انتقال  او بستر شو .

 پدې باب یوبل  د سترګو په لیدلې حال تاسو خبروم :

د کابل په دولتې مطبعه کې د ده وروستې  کتاب  د چاپ لاندې ؤ « ۲۷» کاله تیرشوې، ما د دغه کتاب  عنوان هیر کړې دې .  یو دوه و رځې  و روسته  ډاکتر صاحب  تیلفون  وکړ تر څو  د کتاب  پروف د ځانه سره د تصحیح لپاره  دغه روغتون  ته یوسم او هغه  دواړه تصحیح  کړو .

زه  د څلورسوه بسترایز روغتون دریم منزل ته  وختم  د وخت څلورسوه بسترایز روغتون چهارایز قوماندان  داکتر ولایت حبیبې چې  زما  په ګومان د قلب  یا د زړه  د ناروغې متخصص به ؤ  د  ده  په دروازه کې  ولاړو و  د ړوغبړنه  وروسته ئې  راته  وویل :

ډیر تګ او راتګ  مه کوې،  د اسړې  د مرګ  مریض دې  شاید ډیر وخت به پکې هم نه وې  !!

ما ورته کړل چې :   پوښتنه خو لاڅه چې  ما  د هغه  د نوې کتاب پروف  ورته راوړې  تر څو هغه تصحیح  کړو .

 ډاکتر حبیبې  زما  په خبره  و خندل او راڅخه ولاړ خو دومره ئې  وویل  چې : 

که دا سړې  نه مړکیږې،  خو بیا هم ځان وژنې !

زه د ډاکتر سعیدافغانئ  د بستر کوټې  ته داخل شوم ، دهغه په سینې پورې مزې تړلې او ماشین چالان ؤؤ  چې ما  ورسره دهغه  د نوی کتاب پروف ولوستل  او ترې  را رخصت شوم .

زه لا  دفتر ته نه وم رسیدلې چې حضرت عزرائیل « ع»  د ده روح قبض او د د دې  فانې  دونیا څخه ئې  د « ۶۳ » کلونو په عمر رحلت کړې ؤ .

چې  بیا وروسته د  ده د وصیت  سره سم  په خاصو مراسمو سره  د جابر انصار صاحب سره په  یوه هدیره کې  خاوروته  و سپارل  شو  إنا لله وإنا إلیه راجعون   لوې  خداې  دې  ده ته د  فردوس  جنت نصیب  کړې .

په آخر کې  یو ځل بیا هم وایم  چې  ما  د ده  په څیر مصلح ،  خیر خواه ،  با شخصیته ،  مینه پاک ، زیارکښ ، پرمعلوماته ، صادق ، وطنپرست لوړ دینی او مترقی عالم او روحانی شخصیت له ده څخه نه پخوا او نه هم له ده څخه وروسته په سترګو نه دې لیدلې .

شخصیتونه  مری  خو کارنامې ئې باقې پاتې کیږې . خو د هغه چا شخصیت په لوړ نامه سره  یادیږې چې خپل  ټول عمرئې  د قام او د ولس  په  خدمت  تیر کړې وې .

ارواښاد سعید افغانی هم همداسې  کړې  دې ، لازم  دې چې  چارواکې ،  ځوانان ، سپین ږیرې او ګرد هیوادوال د ده د زامنو ، لوڼو ، لمسیانو او کړو سیانو په ګډون  د ده لاره په کلکه تعقیب کړې او دیوه واقعی  پښتنون ـ افغان  او واقعی  مسلمان په حیث خپل ملت ته د خدمت مصدر و ګرزی .

محمد رحیم « یوسفی »

د  فبروری میاشت ، د  ۲۰۱۲ میلادی  کال 

کلن ــ  المان

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما