۲۴ ساعت

11 دسامبر
بدون دیدگاه

د لغمان سرې میاشتې د رضاکارانو ۲۰۱۱ کال ولمانځه

عزیزالرحمن ذکی

د لغمان سرې میاشتې د رضاکارانو ۲۰۱۱ کال ولمانځه

دنشر نیټه ۲۰ / ۹ / ۱۳۹۰

هغه غونډه چې په همدې موخه د لغمان د سرې میاشتې په انګړ کې د ۱۳۹۰ کال د لیندۍ د میاشتې په ۱۳ مه نېټه جوړه شوې وه د کلام الله مجید د څو مبارکو ایتونو ترتلاوت وروسته الحاج ډاکټر عبدالغفار رسولی د لغمان د سرې میاشتې رییس مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د نړېوال فدرېشن اونړېوال سره صلیب څخه مننه وکړه چې د رضاکارانو په تربیه او ویاړلو کې یې ورسره مرسته کړې، ورپسې الحاج محمد اقبال سعید د ختیځې حوزې د همغږئ رییس په ټولنه کې د رضاکارانو په رول په تفصیلی توګه خبرې وکړې او هم یې د غړېتوب په سېستم کې ټولو رضاکارانو ته د ګډون بلنه ورکړه او ددوی رول یې پکې مهم و ارزوو.

بیا الحاج محمد شیرین د لغمان ولایت د مقام د اداری او مالی رییس د مقام په نماینده ګی خبرې وکړې، رضاکارانو ته یې د مبارکی ترڅنګ ددوی بشردوستانه فعالیتونه وستایل، ورپسې د لغمان د عالمانو د شورا او د عدلیې رییس مولوی عبیدالله الکوزی هم په خپل وار رضاکارانو ته مبارکی ورکړه او ددوی ستاینه یې وکړه چې خپل فعالیتونه یې په علمی،.ټولنیز او فرهنګی ډګر کې د سرې میاشتې د اووه ګونو اصولو په چوکاټ کې ترسره کړی، نوموړی له سره صلیب او فدرېشن څخه وغوښتل چې د رضاکارئ د روحی په تقویه کولو او رضاکارانو ته دې پوره پاملرنه وکړی ترڅو سره میاشت تردې هم ښې لاسته راړونې ولری، د غونډې د لاښکلا لپاره د ځوانو رضاکارانو د کلوپ د ترانې ټیم نوبت واخست او د لغمان دسرې میاشتې د اداری او مالی عمومی مدیر الحاج عبدالرحیم روان جوړه کړې ترانه یې په خوږو اوازونو زمزمه کړه چې د غونډې برخوالو له لوری په چکچکو بدرګه شوه، شاعر او ویونکی یې دواړه وستایل، تردې وروسته د لاتری ټیکټونو پروګرام پیل شول چې یو تن خوش چانس ته پکې جایزه را ووتله، بیا د لمړنیو مرستو د رضاکارانو له لوری تمثیلی پارچه وړاندې شوه، په اخر کې د ځوانو رضاکارانو د کلوپ په اتو تنو ښوونکو تقدیرنامې ووېشل شوې او غونډه ددعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

عزیزالرحمن ذکی

دځوانو رضاکارانو د روزنیز کلوپ مشر

 

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما