۲۴ ساعت

06 نوامبر
بدون دیدگاه

مبارکی پېغام

د النصر ټولنې له لوری د اختر مبارکی پېغام

د نشر نیټه ۱۵ –  ۸ – ۱۳۹۰

ټولو مسلمانانو ته د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو له امله د زړه له کومی مبارکی وایم، هیله ده چې دغه اختر له ځانه سره نوې هیلې، نوې خوښۍ، نوی امیدونه او نوې ارزوګانې ولری، هیله ده چې د دغه اختر په رارسېدو سره په ټول افغانستان کې سوله، ارامی، امن، او سوکالی راشی، جنګ او جګړې پاى ته ورسېږی، ښکېل ټول اړخونه د جنګ پرځاى د سولې لاره خپله کړی، د وینو سیندونه په شګو کې تری تم او د ګولیو باران پاى ته ورسېږی.

او همدارنګه په جنګ کې د ټولو ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه کوم ترڅو په دغه سپېڅلو، پاکو، نېکمرغه او مبارکو ورځو کې د جنګ څخه ډډه وکړی، د ټوپک له شپېلیو څخه ګولۍ لیرې، د ماشو څخه ګوتې پورته کړی، ترڅو افغان ولس په ډاډه زړه او ارامه فضا کې خپل اختریز مراسم ترسره کړی، کوچنیان خپلو اختریزو مېلو ته ورشی او د میندو د خپل کوچنی بچی د کور ته د بېرته ژوندی راتلو ارمان نیمګړى پاتې نشی.
د همدې هیلو د پوره کېدا په هیله
مننه

عزیزالرحمن (ذکی)

د النصر ټولنې بنسټګر او مشر

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما