۲۴ ساعت

30 اکتبر
بدون دیدگاه

گزارش ورزشی

ځوانو رضاکارانو د پختونخوا د کرکټ ټیم ته په  ۱۰  منډو ماته ورکړه

د لغمان دسرې میاشتې د کرکټ د ټیم کېپتان اجمل وفا د لمړی مقام په ګټلو سره لوی کپ ترلاسه کوی.

د لغمان دسرې میاشتې د کرکټ د ټیم کېپتان اجمل وفا د لمړی مقام په ګټلو سره لوی کپ ترلاسه کوی.

د ۱۳۹۰ کال د لړم د میاشتې په ۶ مه نېټه د لغمان د سرې میاشتې د ځوانو رضاکارانو د کرکټ ټیم د پختونخوا د کرکټ ټیم ته په لس ۱۰ منډو ماتې ورکړه، دا لوبه د ننګرهار ولایت د اسلامی پوهنتون د کرکټ په لوبغالی کې ترسره شوه.

د پختونخوا د کرکټ ټیم د دوهم مقام په ترلاسه کولو سره  دوهم وړوکی کپ ترلاسه کوی.

د پختونخوا د کرکټ ټیم د دوهم مقام په ترلاسه کولو سره دوهم وړوکی کپ ترلاسه کوی.

د ځوانو رضاکارانو ټیم پچه وګټله او د بایټنګ پیل کولو پرېکړه یې وکړه چې په ۱۶ – اورونو کې یې د درې لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۴۵ منډې جوړې کړې او د پختونخوا ټیم ته یې ۱۴۶ منډې هدف وټاکه خو د پختونخوا ټیم د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلی اورونو کې ۱۳۶ منډې جوړې او ټاکلی هدف ته ونه رسېدل چې  په نتیجه کې لوبه په ۱۰ منډو سره د ځوانو رضاکارانو په ګټه پای ته ورسېده.

عزیز الرحمن ذکی

د لغمان د ځوانو رضاکارانو د روزنیز کلوپ مدیر

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما