۲۴ ساعت

17 اکتبر
بدون دیدگاه

گزارش ورزشی

د سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ د را رسېدو په مناسبت د کرکټ لوبه تر سره شوه

د لغمان دسرې میاشتې د کرکټ د ټیم کېپتان اجمل وفا د لمړی مقام په ګټلو سره لوی کپ ترلاسه کوی.

دا چې په لغمان او جلال اباد کې د ځوانو رضاکارانو لپاره د کرکټ ټیمونه فعال شوی نو روزانه د خپل تمرین ترڅنګ یې په ګڼو ولایتی سیالیو کې برخه اخستې ده.

دا چې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ په را راسېدو ده نو پر همدې مناسبت د ننګرهار او لغمان د سرې میاشتې د ځوانو رضاکارانو د کرکټ لوبډلو دوستانه سیالی تر سره کړه.

لمړۍ توپ وهنه د لغمان د سرې میاشتې ځوانو رضاکارانو روزنیز کلوپ پیل کړه چې  د ۱۴ ټاکلی او رونو په پوره کولو یې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۴ منډې جوړې کړې او د ننګرهار د سرې میاشتې ټیم ته یې ۱۹۵ – هدف ټاکلی وو، ورپسې د ننګرهار د ځوانو رضاکارانو روزنیز کلوپ د کرکټ لوبډلې توپ وهنه پیل کړه چې د۱۲۷ منډو په جوړولو سره یې په ټاکلی او رونو کې ټول لوبغاړی وسوځېدل.

لوبه د لغمان د سرې میاشتې د ځوانو رضاکارانو د روزنیز کلوپ په ګټه پای ته ورسېده، چې د لمړی مقام په ګټلو  سره یې لمړی کپ د لغمان او دوهم د ننګرهار د سرې میاشتې د ځوانو رضاکارانو د روزنیز کلوپ لوبډلې ته ورکړل شو، د یادونې وړ ده چې پدې لوبه کې د کرکټ ډېرئ مینه والو ګډون کړی

په شنه جامه کې د لغمان د سرې میاشتې د ځوانو رضاکارانو د روزنیز کلوپ د کرکټ لوبډله او په سره جامه کې د ننګرهار دسرې میاشتې د ځوانو رضاکارانو د روزنیز کلوپ لوبډله.

عزیز الرحمن ذکی

د لغمان د ځوانو رضاکارانو د روزنیز کلوپ مدیر

 

 
بدون دیدگاه

دیدگاه بگذارید

لطفاً اطلاعات خود را در قسمت پایین پر کنید.
نام
پست الکترونیک
تارنما
دیدگاه شما